اسلام آباد22 مارچ (اے پی پی) د اطلاعات٬خپرونو او قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان د ووټ په طاقت جوړ شوې٬د پاكستانيانو د وينې څخه جمهوريت نشي وتلې٬پاكستان د قائداعظم د وژن او د علامه اقبال د خوب تعبير دے٬د قام بابا په قول”تنظيم٬اتحاد او يقين محكم”عمل كولو سره په هر ډول ستونزو قابو مو??دلې كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا ??ينډ پبليكشنز د سيوري لاندې د عكسونو نندارتون ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دې مو??ع د اطلاعات سېكتر سردار احمد نواز سكهيرا٬ د ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا ??ينډ پبليكېشنز ډي جي عبدالوحد خان او د بېلو سكولونو زده كوونكي هم موجود وو۔دوهمې وزيرې دستورې ته په خپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان ورځ په مو??ع ټول قام له مباركي وركوم او دلته پھ بېلو هلو ځلو كښې برخه اخستوونكو ماشومانو له هم مباركي وركوم۔دې ووئيل مو??ږ د خپلې ژبې سره مينه لرو٬نړۍ كښې د?? زمونږ پېژندګلو ده٬انګريزي ژبه هم ضروري ده ځكه چې مو??ږ په ګلوبل وېلج كښې اوسېږو خو د خپلې ژبې كوم بدل نشته مو??ږ چې چرته هم ځو بايد زمونږ پیژندګلو خپله ژبه او كلتور وي۔دې ووئيل ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا ??ينډ پبليكشنز په جديد او ښه ډول نندارتون راجوړ كړی بايد پاكستان كښې دا ډول نندارتونونه وكړې شي۔دې ووئيل پاكستان د پرمختګ پلو روان شوے٬په هېواد كښې ترهه ګري ختمه شوې٬لوډشېډنګ ختم شوې٬موټروېز جوړېږي٬په تېر وخت كښې دومره پرمختيائي كارونه نه وو شوې څومره چې په تېرو څلور نيمو كلونو كښې شوي٬ دوهمې وزيرې ووئېل پھ 66 كلونو كښې د سترو لارو داسې نېټ ورك نه و جوړ كوم چې د مسلم ليګ(ن)په دور كښې جوړ شوې۔دې ووئيل جمهوريت د پاكستان په وينه كښې شامل دے٬دلته څخه چې كله هم جمهوريت ويستلې شوې نو په زيات طاقت سره بېرته راغلې۔دې ووئيل د پاكستانيانو د وينې څخه جمهوريت وتلې نشي۔دې ووئيل هېواد كښې تعليم او د روغتيا ??سانيو ته پام لرنه كوو٬هغه ورځ لرې نه ده كله به چې ټول وګړي زده كړی ترلاسه كړي۔مريم اورنګزېب ووئيل د ځوانانو لپاره په پي ټي وي نشر كېدونكې تحريك پاكستان پروګرام كتل ضروري دي ځكه چې مو??ږ ټولو ته داسې ښكاري چې پاكستان په يوه شپھ كښې جوړ شوې۔دې ووئيل په دې تحريك كښې چې څومره هم قر??ان?? وركړی شوي ٬هغه په دې نشريات كښې شامل دي۔دې ووئيل “مونږ ټولو له به په ګډه د مينې ډيوې بلول وي “د دې كمپائن مقصد دا دے چې دا وخت په ټولنه او هېواد كښې كوم عدم برداشت دے٬په هېواد كښې د يوبل د رايو اورېدلو حوصله نشته ٬ دې ووئېل كومې رويې چې مو??ږ ګورو د هغې د ختمېدو لپاره دا كمپائن پېل شوې۔ هېواد څخه د عدم برداشت ختمولو ته اړتيا ??ه٬دې ووئيل 23 مارچ هر كال لمانځلې كېږي بايد دا تر يو ورځې محدود پاتې نه كړی شي او د علامه اقبال د شاعرۍ څخه ماشومان استفاده وكړي۔د دې څخه وړاندې دوهمې وزيرې د نندارتون پرانسته وكړه او تحريك پاكستان په اړه 200 عكسونه يې وكتل۔دوهمې وزيرې د پاكستان بېرغ هسك كړو او د دې نه پس په دستوره كښې ښه پوزيشن ترلاسه كوونكو او ګډون كوونكو له انعامونه وركړی شول
پاكستان د ووټ په طاقت جوړ شوې٬د پاكستانيانو له وينې څخه جمهوريت نشي وتلې٬پاكستان د قائداعظم د وژن او د علامه اقبال د خوب تعبير دے
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری