اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د انفارميشن ټيکنالوجۍ برآمدات تر 50 اربه ډالره د رسولو د وژن پخلي كولو سره د د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره د اصلاحات د تاريخي پېكېج اعلان كولو سره وئيلي دي چې هنرمنده ځوانان او د آئي ټي څانګه د پاكستان لويه اثاثه ده او د دې په مرسته د كرنټ اكاٶنټ زيان كښې كمې راوستلې كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د خپلې غېر ملكي دورې پحقله د جاج او د حكومت لخوا د آئي ټي څانګې كښې د معرفي كړې شوې اقداماتو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وزير شوکت فياض ترين، د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق، د قامي سلامتيا سلاحكار ډاکټر معيد يوسف، د وزيراعظم د سي پېك چارو خاص مرستيال خالد منصور، د اېس ټي زېډ اے چيئرمېن عامر هاشمي، د اېف بي آر چيئرمېن ډاکټر محمد اشفاق احمد، د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي احمد او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل هنرمند ځوانان او د آئي ټي څانګه د پاكستان لويه اثاثه ده او د دې په مرسته د كرنټ اكاٶنټ زيان كښې كمې راوستلې كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ معاشي بهترۍ لپاره د آئي ټي څانګه كښې په سرمايه كارۍ كښې رعايتي سرمايه كارۍ لپاره پاکستان سافټ وېئر ايکسپورټ بېورو سره رجسټرډ آئي ټي کمپنو او فري لانسرز لپاره په ټيکس كښې استثنيٰ او 100 فيصد د فاريکس ريټېنشن اعلان كوٶ٬ راتلونكې څو كلونو كښې د آئي ټي برآمداتو تر 50 بېليونه ډالرو رسولو لپاره پخپل وژن زور رواړلو سره وزير اعظم آئي ټي انډسټري ته كاروبار كښې آسانۍ او په نړيواله كچه ترلاسه د ښه مراعاتو وركولو اهميت په ډاګه كړو۔ ده د آئي ټي سېكټر ترقۍ لپاره د تاريخي اصلاحاتي پېكيج اعلان وكړو۔ وزيراعظم د پاکستان ټيکنالوجي سټارټ اپ فنډ اعلان وكړو دغسې چې تقريباً په كلنه توګه 50 سټارټ اپس ته يو ارب روپۍ بنيادي مالي رقم وركړې شي۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته امر وكړو چې اسلام آباد او په ټولو صوبائي سرښارونو كښې سپيشل ټيکنالوجي زونز دې زر تر زره جوړ كړې شي دغسې چې په وړومبي پړاو كښې په ښاريو كښې د آئي ټي/ په ټيکنالوجۍ كښې جدت او د سرمايه کارۍ مركز جور كړې شي۔ اسلام آباد كښې به د سي ډي اے سېكټر سپيشل ټيکنالوجي زونز جوړولې شي دغسې چې د آئي ټي كمپنۍ او فري لانسرز د خاص ټېكنالوجي زونز اتهارټۍ لخوا وړاندې كړې شوې ګټو څخه استفاده وكړې شي۔ وزيراعظم دا هم امر وكړو چې فارن اېکسچينج او د انکم ټيکس په پاليسو كښې دې ضروري بدلون وكړې شي دغسې چې په هېواد كښې د آئي ټي سټارټ اپس ته په وده كښې مرسته ترلاسه شي٬ په دې اصلاحاتو كښې د سټېټ بېنك آف پاکستان لخوا د روشن ډيجيټل آئي ټي اکاٶنټس پېل كول شامل دي چې مقصد ېې فري لانسرز او د آئي ټي كمپنو ته په غېر ملكي زرمبادله كښې خپل غېر ملكي آمدني لس فيصده په ځائ د ساتلو اجازه وركول دي او د زرمبادله په منتقلۍ به هېڅ بندېز نه وي او د دې نه علاوه د اېف بي آر لخوا د آئي ټي په څانګه كښې د ډبل ټېكس خاتمه او سټارټ اپس كښې د وېنچر فنډنګ کيپيټل ګېنز ټېکس څخه استثنيٰ شامل ده۔ وزيراعظم د ملازمتونو موقعې پېدا كولو او په زرمبادله كښې اضافې لپاره د آئي ټي سټارټ آپس كښې د ځائي او نړيوال جوائنټ وېنچر سرمايه كارۍ زياتولو امر وكړو۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول چې مالي كال 2020-2021 كښې د آئي سي ټي برآمدي ترسيلات زر 2 اربه لس كروړه ډالره ٶ كوم چې په كال 2018 كښې يو ارب ډالر ٶ او پاکستان نړۍ كښې 120 څخه زياتو هېوادونو ته مصنوعات برآمد كوي
وزيراعظم عمران خان د انفارميشن ټيکنالوجۍ برآمدات تر 50 اربه ډالره د رسولو د وژن پخلې٬ د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره د اصلاحات د تاريخي پېكېج اعلان
مضمون کا ماخذ : ریل رش