اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئېلي دي وزیر اعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې د مسلم لیګ (ن )حکومت پاكستان يو ډیجیټل او به معاشی توګه خود کفیله هېواد جوړول غواړي۔ ،ډیجیټل پاکستان د وخت مهم حاجت دے۔د سافټ ويئر پارك جوړولو سره به د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې ودې له مرسته ترلاسه شي۔د نهې پھ ورځ په اسلام آباد د انفارمېشن ټېكنالوجي پارك جوړولو په اړه د كوريا ايكسپورټ ايمپورټ بانك(ايګزم)او د پاكستان حكومت ترمينځه د اكنامك ډوېلپمنټ كوآپرېشن فريم ورك ترمخه د قرض وركولو په لوظ نامه د لاس ليك دستورې پھ مهال مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سافټ ويئر پارك جوړولو سره به د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې پرمختګ له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت په خپل تېر دور كښې د اولسي آسانيو په اړه اولسي مركزونه جوړ كړي دغسې د ټېكنالوجي پرمختګ له ئې خاص كامونه پورته كړي۔ده ووئيل كوريا د پاكستان ملګرې هېواد دے كوم به چې بلازمينه كښې انفارمېشن ټېكنالوجي پارك جوړولو له 36.3 ملينه ډالره قرض وركوي۔په پروژه به مجموعي لګښت 88.383 ملينه ډالره راځي۔ده ووئيل د پارك جوړولو مقصد د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې ته وده وركول دي ځكه چې ډيجيټل پاكستان د وخت مهم حاجت دے۔د خزانې وزير د قرض وركولو په لړ كښې د كوريا حكومت٬پاكستان كښې د كوريا سفير او د ايګزم بانك پشمول د كوريا د اولس مننه وكړه۔په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل په اسلام آباد كښې د آئي ټي پارك جوړولو په اړه د كوريا لوظ نامېې ته به طمعه وو ۔دې په وفاقي پايه تخت كښې د آئي ټي پارك جوړولو په اړه قام له مباركي وركړه۔دې ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت د اولسي ښېګړو او سماجي او اقتصادي پرمختګ پروژې بشپړې كړي۔انوشه رحمان ووئېل په نړيواله كچه د ټېكنالوجغ هره ورځ جدت رامخې ته كېږي او وزيراعظم محمد نواز شريف حكومت سنبهالولو سره پاكستان ډيجيټل هېواد جوړولو له امر كړې ؤ۔د وزيراعظم د سپارښتنې په رڼا كښې پھ دې لړ كښې كار روان دے۔
د کوریا ایکسپورټ امپورټ بینک به اسلام آباد كښې د انفارمیشن ټیکنالوجی پارک جوړولو لپاره 76.3ملینه ډالره قرض وركوي
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش