اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد ??ظهر وئيلي دي حكومت د ملكي صنعت مسابقت زياتولو لپاره د پاور ريليف پېكج اعلان كړے، د وزيراعظم سپارښتنې له مخې د توان په نرخونو كښې د كمي د لارې د تجارتي خرڅونو كمولو پرېكړې شوې . د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د صنعت په اړه د توان ريليف پېكج د بريفنګ په مهال ده ووئيل هېواد په سمه لار روان شوے، د سيمنټ، آټو موبائل، ټكسټائل او ?? تعميرات څانګې ترقۍ ته ړتيا لري. ده ووئيل ټولو صنعتونو ته د كوم اضا??ي چارجز نه غېر شپه ورځ برېښنا وركولے شي. ده ووئيل د كوم صنعت كنكشن جې بي ون، بي ټو او ??ي تهري دے، هغه به تر جون د اضافي يونټس په استعمال 50 فيصده رعايت ترلاسه كړي. وفاقي وزير حماد ??ظهر ووئيل د بي ون نه تر بي فائيو به ټول صنعتونه د كارولې ب??ېښنا په يونټو 25 فيصده رعايت ترلاسه كړي. ده ووئيل پېداوار زياتولو لپاره د برېښنا نرخونه كمول ضروري دي او پيك آورز به ختمول وي. ده ووئيل د پاور ريليف پېكج په نتيجه كښې به په هېواد كښې اقتصادي چارې ودې ومومي او ?? روزګار موقعې به زياتې شي.
پېداوار زياتولو لپاره د برېښنا نرخونه كمول ضروري دي .وفاقي وزير حماد اظهر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج