اسلام آباد 16 جنوری (اے پی پی) الیکشن کمېشن په کراچۍ ډویژن كښې د بلدیاتی ټاكنو په لړ كښې د ګوندونو تازه پوزیشن جاري کړے ،په مجموعي توګه 123 یونین کونسلز كښې پیپلز بارټي په 58 چوكو كاميابي ترلاسه كولو سره په وړمبي لمبر دغسې جماعت اسلامی 31 چوكو سره په دويم لمبر ده۔ الیکشن کمېشن د اړخه جاري شوې تازه د ګوندونو پوزیشن له مخې تحریك انصاف په 26 یونین کونسلو كښې کامیابی ترلاسه كړې ۔ مسلم لیګ (ن) په 4 چوكو کامیابي ترلاسه كړې۔ دغسې جمعیت علمائے اسلام (ف) ، تحریك لبیك پاکستان او اېم کیو اېم پاکستان په يوه ٬ يوه چوكۍ دغسې يو آزاد امید وار هم كاميابي ترلاسه كړې ده او د 112 چوكو نتيجې لا نه دې راغلي۔په 11 چوكو د كانديدانو د مړيني په وجه پولنګ نه ؤ شوے
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری