اسلام آباد۔ 09مارچ (اے پی پی) د ریاستونو او سرحدي چارو وفاقی وزیر لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د اف??ان كډوالو په عزت سره ستتندو لپاره اف??ان حكومت سره خبرې روانې دي۔ پاكستان كښې د رجسټرډ اف??ان كډوالو شمېره 14 لكهه ده كومو كښې به چې 4 لكهه اف??ان كډوال زر تر زره بېرته لېږلې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د نسیمه حفیظ پانیزئی د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل بلوچستان كښې د تعليم 19 او د روغتيا 17 منصوبې بشپړې كړې شوي۔ دغسې د انفراسټركچر په يو شمېر منصوبو كار روان دے۔ په دې لړ كښې په ضلعي كچه كمېټي ٬ دوهم كمشنر ٬ صوبائي حكوم?? او يو اېن اېچ سي آر په ګډه پرېكړه كوي چې دا كار د چا په ذريعه وكړې شي۔ ده ووئېل 50 ??یصد کام اېن جی اوز او 50 فیصد کار صوبائی حکومت كوي۔ د حکومت د اف??ان كډوالو په اړه كومه واضحه پالېسي نه رامخې ته كېږي۔ پارلېمنټ چې كومه لائحه مرتب كړې وه به هغې عملدرآمد نه دې شوې۔ ده ووئېل پارلیمانی کمیټۍ وړاندېز كړې ؤ چې د يو اېن اېچ سي آر په نګرانۍ كښې دې دوئي خپل هېواد ته بېرته ولېږلې شي۔ وفاقی وزیر جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ ووئيل تېر كال مونږ د اف??ان كډوالو بېرته تللو له اے پي سي جوړه كړه په كومه كښې چې پرېكړه شوې وه چې دا كډوال دې په عزت بېرته ولېږلې شي۔ ده ووئېل كه د دوئي بچي زده كړې ترلاسه كوي يا كوم كاروبار كو?? نو دوئي لپاره دې وېزه پالېسي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل مونږ تر دسمبر 2017ء دا پرېكړه ځنډو??ې وه۔ ده ووئيل اف??ان اولس مشر مونږ سره تماس نيولې چې د اف??ان كډوال خپل هېواد ته بېرته راتګ له منصوبه بندي كوؤ او په دوو كالو كښې به دوئي راوبلو۔ وفاقې وزير ووئيل مونږ د اف??ان كډوالو رجسټرېشن كړې او د دوئي شمېره 14 لكهه ده كومو كښې چې 10 لكه سره سيټیزن کارډ لري او 4 لكهه شناختي كارډ نه لري۔
د افغان كډوالو په عزت ستتندو لپاره افغان حكومت سره خبرې روانې دي۔ پاكستان كښې د رجسټرډ افغان كډوالو شمېره 14 لكهه ده۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار