اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) صد?? مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې په آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې په ټولو لويو لارو د تند انټرنېټ ضرورت دے، په هېواد كښې د اعلٰی معيار د آئي سي ټي خدماتو باوري كولو لپاره اقدامات كولې شي. د ايوان صد?? د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د ګل په ورځ په آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې د انټرنېټ په اړه جوړې شوې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صد?? مملكت ووئيل چې حكومت په ټولو څانګو كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په لويه پېمانه په رامخې ته كېدونكې ډېجيټل ټېكنالوجې او جديد اېپس خپلولو باور لري. ده ووئيل چې براډ بېنډ او انټرنېټ ته رسنې سره به ځائي خلقو لپارهه روزګار پېدا شي او تعليم به وده وكړي. ډاكټر عارف علوي ووئيل چې په آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې زړه راكښونكي مقامات دي او دلته د انټرنېټ و??كړ?? د حكومت مهمه ترجيح ده. صد?? مملكت په آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې په براډ بېنډ وركولو د اېس سي او د كردار ستائنه وكړه. په غونډه كښې په آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې د براډ بېنډ اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو
په هېواد كښې د اعلٰی معيار د آئي سي ټي خدماتو باوري كولو لپاره اقدامات كولې شي. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې د انټرنېټ په اړه جوړې شوې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : راکی