اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرولو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي نړۍ نالج اكانومي پلو روانه ده٬ مونږ له به خپل تعليمي نطام د دغې له مخې سمول وي دغسې چې تعليم سره سره زمونږ ځوانان د هېواد په معيشت كښې هم خپل كردار ولوبولے شي۔ دا خبرې وزير مملكت فرخ حبيب د بېکن پاؤس سکول دستورې په مهال كړي ۔ ده ووئيل 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده ٬ هيومن ريسورس مونږ لپاره بوجھ نه دے بلكې زمونږ قېمتي اثاثه ده ۔ده ووئېل حكومت د اتلسو نه تر 45 كالو ځوانانو لپاره د كامياب جوان پروګرام له مخې په اسانو شرطونو پور وركوي ٬ دوه لكه ځوانانو ته تكنيكي تربيه وركوو مونږ غواړو چې په هره كچه د ملازمت موقعې راپېدا شي دغسې د سركاري سره سره پرائيوېټ سېكټر ته هم د نوكرو رامخې ته كولو لپاره سازګار ماحول وركوو۔په وړومبي ځل په هېواد كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ برآمدات زيات شوي٬په روان مالي كال كښې د آئي ټي برآمدات درې اربه ډالره او په راروانو دريو څلورو كلونو كښې به لس اربه ډالر ته ورسي۔ده د جمعې په ورځ بيكن هاؤس ميټرو پوليټن كيمپس كښې د سټوډنټ نوي ټاكلي كونسل دستورې ته خطاب كړی۔۔ په دستوره كښې د بېكن هاٶس سكول سي اي او ناصر قصوري، د فېكلټۍ غړو سره سره زده كوٶنكي هم موجود وو۔ده ووئيل په سكول كالج او پوهنتون كښې كه د تعليم سره سره كه د بوائے يا ګرلز هېډ ذمه وارۍ هم وښودلې شي نو دې سره به به د زده كونكو صلاحيت زيات شي۔هره كاله چې مونږ خپل اهداف سر كول پېل كوو نو بيا د وړاندې تللو موقعې هم زياتېږي۔ده ووئيل په تعليمي ادارو كښې به كريټوېټي ته پام لرنه كول وي۔د كاپي پيسټ نظام څخه به وړاندې تلل وي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه سكل فار آل پروګرام پېل كړې شوې چې پكښې د ځوانانو په خپلو پښو ودرولو لپاره سرټيفيكېشن٬هائي ټيك٬بلاك چين ټېكنالوجي٬كلاؤډ كمپيوټنګ پشمول د 100 نه زيات كورسونه معرفي كړې شوي دي او دغسې د دوه لكو ځوانانو تكنيكي تربيه روانه ده۔ده ووئيل د ځوانانو پښو ودرولو لپاره په بېل كړو 100 اربه روپو كښې 28 اربه وېشل شوي كومې به چې د لسو نه تر پنځلو كلونو كښې په آسانو قسطونو بېرسته ستنول وي٬د كومو ځوانانو سره چې آئيډيا شته خو سرمايه نشته د هغوي لپاره دا پروګرام ډېر سودمن ثابتېږي
نړۍ نالج اكانومي پلو روانه ده٬ مونږ له به خپل تعليمي نطام د د دغې سره سمول پكار دي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د بېکن هاؤس سکول دستورې په موقع خبرې
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔