اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي﴾ په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق وئيلي دي چې د چين د ټېكنالوجې ادارې دې په پاكستان كښې د كاروبار او د سرمايه كارې د مراعاتو څخه استفاده وكړي. ده دا خبرې د چائنه پاكستان ټېكنالوجي انوېسټمنټ كانفرنس ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړې. د كانفرنس كوربتوب سپېشل ټېكنالوجي زون اتهارټۍ﴿ اېس ټي زېډ اے﴾ په بيجنګ كښې د پاكستاني سفارت په مرسته كړے و. د پاكستان سفير معين الحق ووئيل چې پاكستان خاص اقتصادي ځايونو كښې د چين صنعتونو او مېنوفېكچرنګ يونټس جوړولو ته وده وركوي او د دوي د مصنوعاتو برآمد لپاره اسانيې وركوي. ده ووئيل چې د پاكستان د ځوانانو آبادي چينائي كمپنو لپاره د هنرمند افرادي قوت موقعې وركوي. ده ووئيل چې د چين د ټېكنالوجې ادارې دې په پاكستان كښې د كاروبار او د سرمايه كارې د مراعاتو څخه استفاده وكړي.
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد