اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د خارجه وزارت سينئر چارواكو سره د خالي په ورځ د پارلمان دوره وكړه ٬ په دې موقع خاص خارجه سېكتر رضا بشير تارړ، د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار او نور اعلی چارواكي خارجه وزير سره وو۔ په دې موقع د خارجه وزارت سينئر چارواكو خارجه وزير ته په پارلمان كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې له د ترسره شوې انتظاماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير د کنفرنس هال، د پلاويو سهولت لپاره جوړ كړې شوې کاؤنټرز، ميډيکل سينټر، ميډيا سينټر او د غونډو د بېلا بېل رومز معائنه وكړه او په اتنظاماتو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې كوربتوب ډېر لوے اعزاز ګڼو٬ د وزير اعظم عمران خان په خاص امر د مېلمنو خارجه وزيرانو د نورو پلاويو سهولت لپاره دې هر ډول ممكنه انتظامات باوري كړې شي۔مخدوم شاہ محمود قرېشي ووئيل پارلمان كښې د لوړ پورو غونډه كېدونكې ده چې په كښې به د (نن) اتوار ورځې اېجنډے ته حتمي شكل وركولې شي٬ هيله لرو چې د افغانستان د انساني صورتحال په تناظر كښې كېدونكې د خارجه وزيرانو د غېر معمولي غونډې به په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي
د خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د او آئي سي غېر معمولي غونډې انتظاماتو جاج اخستو لپاره د پارلمان دوره
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں