كراچي 24 اګست (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي د وزيراعظم په خاص هدايات په راتلونكو څو كلونو كښې د آئي ټي برآمدات 15 اربه ډالرو ته د رسولو هدف ټاكلے شوے او صنعت لپاره په اصلاحات او اقدامات كار روان دے۔د شورو په ورځ په ايكسپو سېنټر كښې د آئي ټي سي اېن ايكسپو 2022 پرانسته كولو سره ده د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې ووئيل په سائبر سېكورټي پالېسۍ او پرسنل ډېټا پروټېكشن كار بشپړ كړے شوے٬په كراچۍ كښې د 31 اربه روپو په لګښت سره د آئي ټي پارك جوړولو ټول ابتدائي پړاؤنه ترسره شوي٬ډېر زر به د دغې د بنياد تيګه كېښودلې شي۔ده ووئيل د سندھ پوهنتون په مرسته د حېدر آباد په بېلا بېلو پوهنځايونو كښې د آئي ټي تربيه پېل شوې۔ده ووئيل پاكستان كرائم فري سټېټ جوړولو لپاره د آئي ټي سرولينس ډېټا مرتب كولې شي۔د يادونې وړ ده په كراچۍ ايكسپو سنټر كښې د آئي ټي درې ورځنۍ ايكسپو پېل شوے او دا به د اګست تر 26مه نېټې روان وي
آئي ټي ايكسپورټ به تر 15 اربه ډالرو رسولے شي٬په سائبر سېكورټي پالېسۍ او پرسنل ډېټا پروټېكشن كار بشپړ كړے شوے۔د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار