لاهور 24 اګست (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د توان څانګې د تېر وخت پېد?? كړې ستونزې حل كولو لپاره هڅې كوو، د 90م په لسيزه كښې آئي پي پيز سره شوې لوظنامې 25 كلونو لپاره ??ون?? ته راپغاړه شوي ،په لوظنامو د نظرثانې په لړ كښې د تفاهم يادښت لاسليك شوے. ده دا خبرې د ګل په ورځ په غازي روډ د 220 كے وي ګرډ سټېشن پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د لېسكو مشر مجاهد پروېز ، د نېسپاك اېم ډي ډاكټر طاهر مسعود او د اېن ټي ډي سي اېم ډي خواجه رفعت حسېن هم موجود وو. وفاقي وزير اېن ټي ډي سي ته په 220 كے وي ګرډ سټېشن جوړول?? مباركي وركړه. وفاقي وزير ووئيل په ټول هېواد كښې د برېښنا د ستونزو په نتيجه كښې د هېواد په پرمختګ آغېز شوے ځكه چې د برېښنا نه بغېر د صنعت پايه نه شي چلېدې. دې سره سره خلق هم د لوډشېډنګ ستونزې سره مخ كېږي. ده ووئيل د توان په څانګه كښې د تېر وخت پېد?? كړې ستونزې حل كولو لپاره هڅې كوو، د 90م په لسيزه كښې آئي پي پيز سره شوې لوظنامې 25 كلونو لپاره ??ون?? ته راپغاړه شوي خو حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په دې لوظنامو نظرثاني كوي. ده ووئيل د دې دا مطلب نه دے چې حكومت د آئي پي پيز په ضد دے، ??ون?? غواړو چې آئي پي پيز خپل كردار ترسره كړي خو په دې لوظنامو نظرثاني كولو سره د دې متوازن كول ضروري دي او په دې لړ كښې حكومت هڅې كوي. ده ووئيل د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې بندونه جوړولے شي او مقصد ئې اوبه جمع ك??لو سره سره اولس ته په ارزانه بېعه برېښا وركول دي. وفاقي وزير په دې موقع د 220 كے وي ګرډ سټېشن پرانسته هم وكړه.
د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود د 220 كے وي ګرډ سټېشن پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار