اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سعودی عرب ته د تللو څخه وړاندې د كروندګرو لپاره لوئ اقدام كولو سره د كروندګرو په ګيلو سخت نوټس اخستلې دے او په دې اړه ئې په سمدستي توګه د كاروائي كولو امر كړې دې۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د وفاقی حکومت د اړخه د كروندګرو څخه په سمدستي توګه د غنمو اخستلو امر كولو سره وفاقی حکومت د غنمو اخستلو 1.4 ملیونه میټرك ټنه هدف زياتولو سره 1.8 ملیونه میټرك ټنه ته رسولې دې۔ وزیر اعظم د اړخه په دې لړ كښې پاسکو ته د غنمو اخستلو هدف زياتولو او په سمدستي توګه د غنمو اخستل باوري كولو احکامات جاری کړې دي۔
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا