اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا سلاحكار ډاکټر معيد يوسف د جمهوريه قزاخستان د سيکيورټي کونسل سېكرټرياسېت اسيکېشيف سره په نورسلطان كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال دوي د افغانستان پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او په شريكو اړيكو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د ترلاسه شوي بيان له مخې په دې موقع په خبرو كښې په تجارت او معاشي اړيكو، په دفاعي مرسته٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ او د نشه اي توكو مخنيوي پشمول د شريكې خوښې چارو ته پام لرنه شوې۔ د سيمه ايزو روابطو پحقله ډاکټر معيد يوسف د پاکستان لخوا د جغرافيائي معيشت پلو منتقلي او په دې لړ كښې د مېنځنۍ آسياء اهميت رامخې ته كړو۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د پاكستان او قزاخستان ترمېنځه فضائي او زمكيزو رابطو پلو هم پام وګرځولو او په دې لړ كښې ئې خبرې اترې جاري ساتلو لپاره صلاحيوه كړه۔ د افغانستان په وضغه خبرو كښې دواړو ډلو افغانستان د انساني بحران نه ساتلو او د افغانانو مرستې لپاره په سمدستي توګه د اقدامات په ضرورت زور رواړو۔ د جمهوريه قزاخستان د سيکيورټي کونسل سېكتر اسيت اسيکيشيف د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستياﺀ هم وركړه چې پكښې د قزاخستانصدر د نړيوالې مرستې خاص استازي هم ګډون كولو۔
د قامي سلامتيا سلاحكار ډاکټر معيد يوسف د جمهوريه قزاخستان د سيکيورټي کونسل سېكرټرياسېت اسيکېشيف سره وليدل
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس