اسلام آباد۔23جون(اے پی پی) د اطلاعاتو، نشرياتو، قامي ورثې او کلتور وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې اپوزيشن نيوکې کوي خو د شېډو بجټ د وړاندې کولو زحمت يۍ ونكړو ، دوي يوازې ګډوډې خپرول غواړي او پاکستان بې ثباته کول غواړي٬ د تجارت او سرمايه كارۍ د لارې به هېواد محفوظ كول وي٬ د اقلیتونو د ساتنې لپاره باید نظام جوړ شي، دا دې وښودلې شي چې په دې هیواد کښې د ښو او بدو طالبانو خبرې چا پېل کړې؟ کله چې یو څوک د طالبانو لخوا وویشتل شي، په هغې باندې ښه یا بد طالبان نه دي لیکل شوې، دا معامله به کابینې ته هم راشي او دې ايوان ته هم ۔ مونږ به په عزم استحكام عمل كوؤ او پاكستان به عظيم هېواد جوړوؤ۔ د اتوار په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په بجټ خپل تقرير كښې وفاقي وزير ووئيل د افسوس خبره ده چې نيوكې كېږي خو چا د شېډو بجټ وړاندې كولو زحمت نه دے كړے۔ فاقي وزير ووئيل چې په دې بجټ دوئي څه اعتراض لري، د نان فائلرانو په ډاډګيرنه نه كولو اعتراض لري، د نان فائيلرز په ټيکس نيټ کې راوستلو اعتراض لري؟ ایا دوی د 1 ګرېډ څخه 16 ګرېډ ملازمينو په تنخا كښې په 25 فيصده زياتوالي اعتراض لري٬ آیا دوی د لږ تر لږه اجرت په زياتولو اعتراض لري يا كارخانو ته په ارزانه برېښنا وركولو اعتراض لري؟ د اقليتونو په اړه ده ووئيل زما حلقه كښې 70 زره مسيحي ووټران دي۔ده ووئيل چې په ايوان کښې يو قرارداد وړاندے شوے، ښه به وې که تاسو زمونږ سره ولاړ وۍ او د دغه قرارداد ملاتړ مو كړے وے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ تيره ورځ د پاك پوځ د عيسايي سرتيري هارون وليم په اخري رسوماتو كښې ګډون وكړو د هغه جسد هم په همغه بيرغ كښې ونغښتلې شو په كوم كښې چې د يو مسلمان مړې نغښتلې شي۔ ده ووئيل دا ايوان بايد د اقليتونو د تحفظ لپاره متفقه قرارداد منظور كړي۔ ده ووئیل د دې ايوان ټول غړي په دې قرارداد مونږ سره ولاړ وې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير د ترهه ګرۍ څپې ته اشاره كولو سره ووئيل چې پرون د عزم استحكام کمپاين منظوري وركړې شوه، دا معامله به كابينه ته راځي او ايوان ته هم۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل کله چې د پاکستاني پوځي، عسکر، پوليس، رينجر يا ملکي وګړي په سينه ګولۍ لګي نو دغه ګولۍ ددې ادراك نه لري چې دا د ښو طالبانو ګولۍ ده يا د بېډ طالبانو۔ اده ووئيل مونږ به په عزم استحكام پاكستان عمل كوؤ او پاكستان به عظيم هېواد كه پاك پرودګار ته منظور وي جوړؤ۔
مخالفه ډله نيوكې كوي خود كوم شيډو بجټ وړاندے كولو زحمت يۍ نه دے كړے ٬ دوئي قابليت لرلو نه نيت ٬ څه كول نه ٬ يوازې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي٬ عطاﺀ تارړ
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب