اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د وزيراعظم لخوا فارماسيوټيكل انډسټري په مسئلو د جوړې كړی كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ په فنانس ډويژن كښې وشوه۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق٬د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير او د ريګولېشن اينډ كوآرډينېشن وفاقي وزير عبدالقادر پټيل٬د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال طارق باجوه٬د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيال طارق محمود پاشا٬د وزيراعظم د حكومتي اصلاحات خاص صلاحكار ډاكټر محمد جهانزېب خان٬د وزيراعظم د اسټېبلشمنټ صلاحكار احد خان چيمه٬د اېف بي آر چيئرمېن او سي اي او ډرېپ او سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د فارماانډسټري په پلاوي كښې پي پي اېم اے چيئرمېن سيد فاروق بخاري٬سي اي او جي اېس كے ارم شاكر رحيم٬سي اي او فيروز سنز عثمان وحيد٬اېم ډي اېبټ انيس٬سي اي او سانټے توقير الحق محمد علي او نور شامل وو۔د پي پي اېم اے پخوانې چيئرمېن زاهد سعيد٬د پي پي اېم اے پخوانې چيئرمېن حامد رضا٬اېم آر شهزاد اكرم٬د اېف پي سي سي آئي نائب صدر٬د فارمابيورو اي ډي عائشه تمي حق او نور هم موجود وو۔چيئرمېن ته د هېواد معاشي پرمختګ كښې د فارماسيوټيكل كردار په اړه ووئيل شول۔د پي پي اېم اے چيئرمېن د ايل سيز مسئلو حل كولو او پیراسیټامول داروګانو بيعې مقرر كولو حكومتي پريكړه وستائېله۔ده د روپۍ په قدر كښې د كمي په وجه د ځپلے شوو داروګانو بيعو كښې د اېډجسټمنټ په اړه د مسئلو حل لپاره د حكومت څخه مرسته وغوښته۔د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار د فارماسيوټيكل انډسټري مرستې اعتراف كولو سره په دې خبره زور راوړو چې موجوده حكومت د معيشت بېلو څانګو ته رامخې ته شوو آپرېشنل مسئلو حل كولو له عزم لري۔په عام كس د بوج نه اچولو په اړه د وزيراعظم د وژن ذكر كولو سره د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې حكومت د بېلو معاشي چېلنجونو باوجود د عام كس مسئلو مخ نيوي لپاره عزم او سخت محنت كوي۔د خزانې وزير د حكومت لخوا عام كس ته په ارزانه بيعه د ضروري داروګانو وركولو عزم خرګندونه كړې كوم چې د هغوي بنيادي حق دے۔ ده فارما پلاوي ته د هغوي د مسئلو حل كولو باور وركړو ۔د خزانې وزير اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د موجوده ډهانچې دننه د فارماسيوټيكل انډسټري اندېښنو لرې كولو لپاره ضروري اقدامات وكړي۔
د خزانې وفاقي وزير په مشرۍ كښې د وزيراعظم لخوا فارماسيوټيكل انډسټري په مسئلو د جوړې كړی كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ