ګوادر 05 جولائی (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر وخت كښې حكومتونو يوازې د ټاكنو ګټلو لپاره سياست كړے٬زما مقصد ټاكنې ګټل نه دي٬نواز شريف د لندن 24 دورې كړي چې پكښې 23 نجي دورې وې خو دوه ځله هم بلوچستان ته نه دے راغلے٬زرداري د دبئي 51 دورې كړي خو يو ځل هم بلوچستان ته نه دے راغلے٬د قام پرمختګ لپاره ضروري ده چې ټول هېواد ته په يوځاے پرمختګ وركړے شي٬د صوبې د اولس د محرومۍ احساس لرې كولو لپاره مو رېكارډ پرمختيائي پېكج وركړے٬د بلوچستان مرورو سره د خبرو كولو سوچ هم كوم٬د سي پېك زياته ګټه به بلوچستان ته ورسي٬د ځايې خلقو ګټه به تر نظره ساتلې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ ځايې مشرانو ٬ زده كوونكو او كاروباري شخصيات ته په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل په پارليماني نظام كښې د سياسي ګوندونو سياست د ټاكنو ګټلو لپاره وي۔دوي ټول هغه كار كوي چې په نتيجه كښې يې زياتې چوكۍ ترلاسه كړي او وزيراعظم جوړ كړي٬په تېر وخت كښې نواز شريف او آصف علي زرداري هم داسې كړي٬دوي بلوچستان او وروستو پاتې سيمې نظرانداز كړي۔ ده ووئېل نواز شريف جې په كرپشن كومه پيسه جوړه كړې په هغې به يې په لندن كښې ګرمي تېروله او په هېرلډز كښې به يې په شاپنګ دغه پېسه خرڅ كوله۔وزيراعظم ووئيل د تېر وخت د حكمرانانو مقصد او سوچ مختلف ؤ ٬ كوم سياستدانان چې د ټاكنو په اړه سوچ كوي٬هغوي د بلوچستان په ځاے يوازې فيصل آباد ډويژن ته پام كوي۔د كوم چوكۍ چې د بلوچستان نه هم زياتې دي ٬ خو زما ترجيح ټاكنې ګټل نه بلكې د اولس خذمت كول دي۔وزيراعظم ووئيل كه ما غوښتل نو په لندن كښې به مې شاهي ژوند تېرولے خو ما د قام خذمت ته ترجيح وركړه۔وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې د بلوچستان او پخوانۍ فاټا سيمې نظرانداز كړې شوي۔په دې سيمو كښې په انسانانو پيسۍ نه ده خرڅ كړې شوې او ځكه دا سيمې د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې شوي۔د تېر وخت حكمرانانو يوازې هغه سيمو ته پام كړې چرته چې ټاكنې ګټلې كېدې شوې۔وزيراعظم ووئيل كه هغوي ټول پاكستان ته پام كړے ؤ نو كېدې شي چې بيا هم وزيراعظمان جوړ شوي وو۔ده ووئيل قامونه هله پرمختګ كولے شي كله چې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته يو ډول پرمختګ وركړے شي۔لوي څښتن په پاكستان كښې بېلا بېلو سيمو ته بېلا بېلې وسيلې وركړي۔ده ووئيل څوك چې د پاكستان سوچ كوي هغه به د بلوچستان سوچ ضرور كوي ٬ زما خواهش ؤ چې كله هم لوي څښتن ماله موقع راكړه نو بلوچستان لپاره به څه كوم۔ده ووئيل چې كله د ټول هېواد په ځاے د ځينو سيمو پرمختګ ته پام وكړې شي نو په خلقو كښې د محرومۍ احساس او مرورتيا راپېدا شي ٬ بلوچستان به هغه وخت پرمختګ كوي كله چې په بلوچستان كښې امن وي او د بلوچستان خلق دا سوچ وكړي چې پاكستان هم زمونږ دے۔ زمونږ د ضروريات او ستونزو خيال ساتي او زمونږ په حقله سوچ هم لري۔وزيراعظم عمران خان ووئيل۔ د مرورو خلقو سره د خبرې كولو سوچ هم لرم ده ووئيل مونږ د سختو معاشي حالاتو نه رابهر كېږو خو مونږ دومره پيسه نه لرو چې بلوچستان ته ډېره زياته وركړې شو٬نورې صوبې هم ضروريات لري تر ټولو زيات پېكج بلوچستان ته وركړے شوے ځكه چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړے شوے
په تېر وخت كښې حكومتونه يوازې د ټاكنو ګټلو لپاره سياست كړے٬زما مقصد ټاكنې ګټل نه دي٬نواز شريف د لندن 24 دورې كړي چې پكښې 23 نجي دورې وې خو دوه ځله هم بلوچستان ته نه دے راغلے۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ