اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د پرمختائي پروژو په پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره وئېلي دي په وفاقي پلازمينه كښې وګړو ته آسانۍ د نړيوال معيار له مخې وركول پكار دي٬د وګړو مسئلو زر حل لپاره امن ٬صحت او د پراپرټي په اړه انتظامي چارې لا موثره كړې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اسلام آباد كيپټل ټيريټري انتظاميې چارو او وګړو ته د آسانيو كښې د ښه والي په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شفقت محمود٬اسد عمر٬خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان او علي نواز اعوان٬د قامي اسمبلۍ غړي راجه خرم نواز٬د سي ډي اے چيئرمېن او سينئر افسرانو ګډون كولو۔دغسې د سي ډي اے چيئرمېن غونډې ته د روانو پرمختيائي پروژو په پېشرفت او د انتظاميې چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل د اسلام آباد وګړو ته په تر لاسه آسانيو كښې له ښه والے راولئ ځكه چې په وفاقي پلازمينه كښې وګړو ته آسانۍ د نړيوال معيار وركول پكار دي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل امن٬صحت او د جائيداد په حقله انتظاميې چارې لا آسانې او موثر كړئ ٬ دغسې چې د وګړو مسائل زر تر زره حل كړے شي۔په دې مهال وزيراعظم د پرمختيائي پروژو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اسلام آباد كيپټل ټيريټري انتظاميې چارو او وګړو ته د آسانيو وركولو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔