اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف حکومت اقتدار ترلاسه كولو نه پس ??دا??و كښې د بچت كمپائن پېل كړے ، په دې لړ كښې د پاكستان پوسټ خرڅونه هم كم كړے شوي او د غوره تګلارې اختيارولو سره ئې نه يوازې دغه ??دا??ه د مالي خسارې نه رابهر كړې بلكې د پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعید په ذاتي هڅو پاكستان پوسټ د يوې ګټورې ??دا??ې په توګه رامخې ته شوې۔ پاكستان پوسټ يوه ګټوره ??دا??ه جوړولو له يو شمېر مهم ګامونه پورته كړے شوي ۔ اوس پاکستان پوسټ ای اېم او سروس وړاندې كوي كوم ته چې پوسټ ټو ډور سټېپ وئيلے شوے۔ پاك پوسټ پراخا انفراسټركچر او د ترسيل او رسد نېټ ورك لري۔ ډېرو نړيوالو وېب پورټل آپرېټرز هم پاكستان پوسټ سره د ډېلوري پارټنر په توګه پاكستاني ماركيټ كښې كاروبار كولو له خوښي څرګنده كړې چې ورسره به دا ??دا??ه لا پرمختګ وكړي۔ د حكومت دوه كلنې كاركردګۍ په حقله د پاكستان پوسټ وياند اے پي پي ته ووئيل د حكومت كوټلو ګامونو په نتيجه كښې دا ??دا??ه اوس د ترقۍ په لار روانه ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم ويژن له مخې د وفاقي وزير مراد سعيد په هدايت پاكستان پوسټ كښې خرڅونه كم كړے شوي او د ??دا??ې په نوؤ بنيادونو اودرولو له كار پېل شوے چې ورسره مالي ستونزو سره مخ دا ??دا??ه د يوې ګټورې ??دا??ې په توګه رامخې ته شوې۔ ده ووئيل پاکستان پوسټ موبائل اېپلی کېشن (اېپ) معارفي كړے كوم چې 100 زره نه زياتو صارفينو ډاؤن لوډ كړے۔ ده ووئيل پاکستان پوسټ وړاندې نه دا آفر ??ركړے كوم كښې چې د ټرېك اېنډ ټرېس ، د ګېلو اورېدو او لرې كولو ، ای کامرس ، د پارسل وصولۍ ، ترسیل ، د پوسټ آفس ځايونو ، نرخونو ، پوسټ کوډ او د پوسټل سروسسز په اړه معلومات شامل دي۔ وياند له مخې د پاكستان پوسټ آن لائن ای شاپ د لارې 1770 شراکت دارانو رجسټرېشن كړے كوم چې د خدماتو سېلز ٬ د وصولوۍ او واپسۍ سروسز او دكاؤنټر بكنګ پشمول د نورو آسانيو وركولو خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل ګڼ شمېر نړيوال وېب پورټل آپرېټرز مونږ سره همكاري كولو كښې خوښي لري۔ وياند ووئيل پاكستان پوسټ په معمولي كمېشن د لږو پیسو رالېږونكو حاجت ترسره كولو له د پوسټل آرډر سروس (پی او اېس) رعائتی وړاندېز هم لري ۔ دا روايتي پوسټل سروس د طالبعلمانو او ملازمانو آسانيو لپاره معارفي كړے شوے ۔ ده ووئيل پاکستان پوسټل آرډرز د 10، ، 15 ٬ 20 ٬ 30 او 50 روپو په ماليت جاري كړے شوے۔ وياند ووئيل پاكستان پوسټ د وګړو په مسئلو قابو موندلو او د دې تګلاره غوره جوړولو له د ګرد هېواد ټولو 83 جنرل پوسټ آفس(جی پی او) كښی د پنشن وركولو کمپیوټرائزډ نظام نافذ كړے ۔ د پاكستان پوسټ يو مشر عهدېدارو اے پي پي ته ووئيل پاكستان پوسټ 9 كاله پس نړيوال لېټر مېل ټېرف كښې بدلون كړے۔ پاكستان پوسټ په لږ مصرف سره نړيوال ډاك لېږلو چې ورسره سركاري خزانې ته هر كال د 64 ملینه روپو زيان رسېدو۔ پاكستان پوسټ خپل نړيوال لېټر مېل ټېرف ته د ??يا??تنې كولو پرېكړه كړې په كومه كښی چې د ډالر د نرخونو بدلون هم شامل دے۔ د ډالر په نرخ كښی 2011ء نه تر 2020ء 86 فیصده اضافه شوې۔ دې سره سره د سپیشل ډرائنگ رائټس (اېس ډی آر) قیمت هم 137 نه 217 ته رسېدلے ۔ كوم كښې چې 2011ء نه تر 2020ء تر 58 فیصده اضافه شوې۔ پاكستان پوسټ په جموں وكشمير د هندوستان غاصبانه قبضې او محاصرې يو كال په ترسره كېدو يو خصوصي يادګاري ټكټ هم جاري كړے چې مقصد ئې مقبوضه كشمير كښې د هند د انسانيت په ضد روانو هلو ځلو او په كشميريانو د ظلم او زياتي نه نړۍ خبرول وو۔ ده ووئيل د نړيوالې وباﺀ كورونا وائرس په مهال د پاكستان پوسټ كاركردګي هم د چا نه پټه نه ده۔ پاكستان پوسټ پنشن اغستوونكو وګړو ته د هغوي پنشن په درشل ورسولے۔ د پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد خپل يو ??يا?? كښې وئيلي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوي څښتن په فضل د ګران هېواد په قومي ??دا??و د اولس باور بحال شوے ۔ پاکستان پوسټ كوم چې زمونږ د حكومت نه وړاندې مالي خسارې سره مخه ??دا??ه وه ٬مونږ په شپه او ورځ خواري كولو سره دا يوه فعاله ٬د اولس د خذمت جذبه لرونكې او د نوي دور د غوښتنو سره سمه ګتوره ??دا??ه جوړه كرې ۔ وفاقي وزير خپل دور كښې د پاكستان پوسټ پياوړ??يا له د پورته كړو ګامونو ذكر كولو سره ووئيل د دې انقلابي ګامونو په نتيجه كښې نن پاكستان پوسټ د مالي ستونزو دلدل څخه وتلې او يوه فعاله قومي ??دا??ه جوړه شوې ۔ ده ووئيل د پاكستان پوسټ لخوا په اولني ځل بزرګانو او ريټائرډ ملازمانو ته پنشن د دوي كورونو ته رسولے شوے ۔ دا ګام د ملګرو ملتونو په شمول ګرده نړۍ كښې ستائلے شوے۔ ده وئيل د پاکستان پوسټ لخوا پنشنرز ته د اختر په موقع اېډوانس پنشن هم وركولے شي
د پاكستان تحريك انصاف حكومت پاكستان پوسټ يوه ګټوره اداره جوړه كړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات