اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د بشري همدردۍ په بنياد د جوړې كړې فضائي رابطې په تسلسل كښې د جمعې په ورځ د متحده عرب امارات لخوا درې نور د مرستې پروازونه پاكستان ته رارسېدلې دي۔د خارجه دفتر وياند له مخې په دې كښې يو پرواز جناح انټرنېشنل ايئر پورټ كراچۍ او دوه پروازونه نور خان ايئر بيس پېنډۍ ته رارسېدلې دي۔د متحده عرب امارات څخه په مجموعي توګه 29 پروازونه د خوراك٬طبي سامان او خيمو وغېره پاكستان ته رارسېدلې دي۔وياند ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې په ملاتړ او د يووالي په څرګندونه د متحده عرب امارات د حكومت او اولس مننه كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج