اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) الخدمت فاؤنډېشن د افغانستان صوبې په بغلان٬بدخشان او تخار كښې دسختو بارانونو او سېلاب له امله په پراخا كچه رامخې ته شوې تباهي په نظر كښې نيولو سره د پاك افغان مرستې فورم له مخې د 10 ټركونو پشمول د مرستې سامان په طورخم پوله افغان چارواكو ته سپارلې دې۔ په دې اړه په راجوړه كړی شوې دستوره كښې د الخدمت فاؤنډېشن صدر خالد وقاص٬حاجي حسن خان شنواري٬ځايې چيئرمېن حاجي عبدالروف شنواري٬صوبائي مېډيا منيجر نور الواحد جدون٬نورو مشرانو او د پاك افغان كوآپرېشن فورم مننتظمينو ګډون وكړو۔د نهې په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې دستورې ته د وېنا كولو په مهال خالد وقاص ووئيل چې تراوسه د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د افغانستان ځپليو لپاره د 167 ټركونو پشمول 1411 ټن وزني د مرستې سامان افغان چارواكو ته سپارلې شوې دې چې ماليت يۍ نزدې 32 كروړ روپۍ دې۔زمونږ عزم دې چې د آزمائش په دې سخت وخت كښې د افغان سېلاب ځپليو مرستې جاري وساتلې شي۔د مرستې سامان سپارلې كېدو په موقع د افغانستان د اسلامي امارات اعلٰی چارواكي د افغان اولس په مرسته د پاكستان اولس٬الخدمت فاؤنډېشن او پاكستان حكومت مننه وكړه
الخدمت فاؤنډېشن افغان سېلاب ځپليو لپاره د 10 ټركونو پشمول د مرستې سامان افغان چارواكو ته وسپارلو
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری