اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي سېكرټري فارينه مظهر ماشومانو لپاره د درې ورځني كنفرنس په كاميابۍ د اكادمي ادبيات چيئرمېن او د كوچنيانو ادب سره تعلق لرونكو د قلم خاوندانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د دوي په محنت او مينه دا كنفرنس كامياب شوے۔ دا خبرې دې د اكادمي ادبيات پاكستان په اهتمام كښې د دائره علم و ادب پاكستان په اشتراك سره تابيا كړي د درې ورځني نړيوال كنفرنس پائې دستورې ته د خاص مېلمنې په توګه خپلې وېنا كښې وكړې۔ په كنفرنس كښې اصغر نديم سيد او ډاكټر فاطمه حسن اعزازي مېلمانه وٶ۔ د اكادمي ادبيات چيئرمېن ډاكټر يوسف خشك د اسقباليه خطبه وړاندې كړه ٬ محمد حفيظ خان(پنجاب)، ډاكټر اباسين يوسفزئي(خيبر پښتونخوا)، ډاكټر ادل سومرو(سندھ)، ډاكټر رٶف رفيقي (بلوچستان )او احسان دانش (ګلګت بلتستان) څخه خپلو خبرو كښې ووئيل د اكادمي ادبيات لخوا كوچنيانو لپاره درې ورځنۍ كنفرنس د خپل نوعيت په اعتبار سره ځانګړے او كامياب كنفرنس ٶ كوم لپاره چې ډاكټر يوسف خشك د مباركۍ مستحق دے ۔ وفاقي سېكرټرې فارينه مظهر ووئيل د پاكستان د بېلا بېلو سيمو د فهم او فهراست خاوندانو سره سره د كوچنيانو اديبانو٬ تخليق كارو٬ شاعرانو او محقيقنو په دې كنفرنس كښې ګډون كړے او ښه مقالې٬ تخليقات او تجربات ئې وړاندې كړې۔ دې ووئيل په دې زه په ذاتي توګه ډېر اطمينان لرم چې دوي ډېر په محنت او مينه كوچنيانو لپاره تخليقات او تجربات كوي۔ دې ووئيل د كنفرنس ښكلا دا وه چې په دې كښې د هر عمر كسانو٬ كوچنيانو٬ ځوانانو او سپين ګيرو او مېرمنو ګډون كړے او د دې نه ئې استفاده كړې ۔ زه په دې كامياب كنفرنس كولو د اكادمي ادبيات چيئرمېن او د كوچنيانو اداب سره تعلق لرونكو د قلم خاوندانو له مباركي وركوم
ماشومانو لپاره د درې ورځني كنفرنس په كاميابۍ د اكادمي ادبيات چيئرمېن او د كوچنيانو ادب سره تعلق لرونكو د قلم خاوندانو له مباركي وركوم ٬ د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي سېكرټري فارينه مظهر
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر