اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي اسلام د ټولو مذهبونو منوونكو له يو برابر حقونه وركوي او هغوي له د بشپړه مذهبی آزادۍ سره د ژوند كولو اجازه وركوي، حکومت د اقلیتونو د حقونو په تحفظ باور لري او د هغوي هر ډول تحفظ لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اقليتي ورورولۍ د قامي ورځې په موقع وكړه كومه چې هر كال په 11 اګست لمانځلې كيږي۔ ده ووئيل د پاكستان آئین هم د اقلیتی ورورولۍ د حقونو ضمانت وركوي او هغوي له د خپل مذهب او عقائدو له مخې د ژوند تيرولو بشپړه آزادي وركوي۔ سپیکر اسد قیصر ووئيل اوسنے حکومت د اقلیتونو د حقونو په تحفظ باور لري او هغوي له هر ډول تحفظ وركولو له هر ممكن اقدامات كوي۔ ده ووئيل په 11 اګست 1947ء قائد اعظم محمد علی جناح د قانون سازې اسمبلۍ وړومبۍ غونډې ته خپله وينا كښې په پاکستان كښې ميشته د ټولو مذهبونو منوونكو له د يو برابر حقونو وركولو او هغوي له د خپلې عقیدې او مذهب له مخې د عباداتو كولو د بشپړه آزادۍ وركولو د عزم څرګندونه كړې وه۔ ده ووئيل د قائد اعظم فرموداتو په رڼا كښې د اقلیتی ورورولۍ د حقونو تحفظ له او د هغوي مذهبی رسم او رواج تر مخه به د ژوند هر ممكن اقدامات كولے شي
حکومت د اقلیتونو د حقونو په تحفظ باور لري او هغوي له هر ډول تحفظ وركولو لپاره اقدامات كوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی