اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې قائد اعظم محمد علي جناح د خپل اعلی كردار ٬ مستقل مزاجۍ او ستړو د لارې د نيم?? اوچې مسلمان په يو پلېټ فارم جمع كولو ??ره جلا هېواد لپاره هڅې پېل كړې٬ د نيم?? اوچې پاك وهند مسلمانانو لپاره يۍ د دوه قومي نظريې په بنياد د پاكستان جوړېدل عملي كړل۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د بابائے قوم قائداعظم د زيږدني ورځې په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د پاکستان جوړول د قائد اعظم د هڅو نتيجه ده،ټول قوم د پاکستان د باني خذماتو ته پيرزوئنې وړاندي كوي او ټول عمر به د هغه احسانمند وي۔ قائد اعظم د قوم تقدير بدلولو لپاره د اتحاد، ايمان او نظم و ضبط په څير د لارښودنې اصول وضع کړي،د پاکستان جوړولو تحريك لپاره هغه په مړانه مقابله كړ?? او د هغه وخت سپر پاور هغه ته سر ټيټ كړے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان د باني تعليماتو اهميت د موجود ه دور مسئلې پام كښې نيولو ??ره نو هم زيات شوے دے٬ د هېواد د مسئلو لويے سبب دا هم دے چ?? مونږ د هغه تعليمات هير كړې دي۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكستان دمؤسس په رهنما اصولو عمل کولو ??ره خپل سباؤن لپاره هر ډول اختلافات هيرول او جمهوري رويو له وده وركول وي۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې مونږ له د قائد اعظم ؒ په نقشِ ??دم د تللو او د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو توفيق راكړي۔
قائد اعظم د خپل اعلی كردار او ستړو د لارې د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د دوه قومي نظريې په بنياد د پاكستان جوړيدل ممكن كړل: سيد يوسف رضا ګيلاني
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania