اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې بايد د هارس ټريډنګ او ضمير فروشۍ لوبه بنده شي، په سندھ هاٶس كښې چې كومه لوبه شوې د ھغې مداوا نه ده شوې ٬ هلته د خچر ټريډنګ، اس ټريډنګ او د خر ټريډنګ منډي لګېدلې، په كوم ډول چې ضمير فروشي روانه ده٬ د دې لاره نيول ضروري ده، د اټارني جنرل موقف دې چې د اېم اېن اے ووټ د پارټۍ ووټ وي، د ووټ کاسټ كولو يا نه كولو پرېكړه به سپيکر كوي او د تاحيات نا اهلۍ پحقله پرېكړه سپريم كورټ له كول دي٬ د هارس ټريډنګ لاره نيولو لپاره د سپريم کورټ دا كېس ډېر اهميت لري، د سپريم کورټ پرېكړې سره به په پاکستان كښې د يو نوي سياست بنياد اېښودلې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د سپريم كورټ نه بهر ميډيا سره وكړې۔ په دې موقع د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر هم موجود ٶ۔ ده ووئيل د وزيراعظم د انتخاب يا د عدم اعتماد د تحريك پشمول په فنانس بل د اېم اېن اے ووټ د پارټۍ اجتماعي ووټ دې كوم چې د پارلماني ليډر د لارې استعمالېږي، په دې نكته په سپريم کورټ كښې د اټارني جنرل دلائل جاري دي، كه په دې ووټ بنديز نه وي نو بيا د آرټيکل 63 اے وړاندې كولو هېڅ فائده نه وه۔ ده ووئيل د پاکستان سباٶن دې خبرې سره تړلے دي چې عدليه په هارس ټريډنګ كاروائي وكړي۔ ده ووئيل اټارني جنرل د بېنظير بھټو د کېس حواله وركړه٬ په ھغه كېس كښې سپريم کورټ د ټولې خبرې وضاحت بيان كړې دې ٬ په هارس ټريډنګ كښې ككړ كسان به خپل ووټ استعمالولې شي يا نه د دې پرېكړه به سپيکر كوي خو د تاحيات نااهلۍ پحقله پرېكړه سپريم كورټ له كول ده۔ ده ووئيل دا كېس د پاكستان د سياست د سباٶن بنياد دے۔ ده ووئيل په عدالت كښې د سندھ هاٶس په معامله هم خبرې شوې٬ پوليس چې په سندھ هاٶس كښې كوم اېكشن كړې ٬ عدالت په ھغې مطمئن دےاو دا معامله ختم كړې شوې ده۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د عدليه په پرېكړه كښې الېكشن كمېشن ته وئيلي شوي وو٬ چې د ووټ ټرېس اېبلټي دې باوري كړې شي٬ كه په چا د سېنېټ په الېكشن كښې د ووټ خرڅولو تور ٶ نو ھغه ووټ دے ټرېس كړې شي، اليکشن کمېشن د سپريم کورټ په احکاماتو عمل نه دې كړې چې په سبب ئې اوس دې بحران سره مځ يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسلم ليګ (ق) او اېم کيو اېم د کابينې برخه دي٬ دوه ٬ دوه وزارتونه ورسره دي٬ تر څو چې اتحادي په كابينه كښې دي نو ظاهره ده چې ھغوي مونږ سره دي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل آرټيکل 63 اے د تاحيات نااهلۍ پحقله دے، په دې لړ كښې سپريم كورټ له پرېكړه كول ده٬ د سپريم كورټ پنځه كسيزه بېنچ د دې نه وراندې پرېكړه وركړې ده چې كه د نااهلۍ موده په آئين كښې درج نه وي نو دا تاحيات ده ٬ دا پرېكړه په آرټيکل 63 ده په آرټيکل 63 اے نه وه، مونږ تشريح لپاره راغلے يو چې د آرټيکل 63 پرېكړه په 63 اے هم لاګو كېږي يا نه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پي ټي آئي د متوسط طبقې پارټي ده٬ مونږ ډنډا بردار فورس نه لرو٬ مونږ د جے يو آئي غونډې ګوند يا په سپريم کورټ بريد كوٶنكو پارټۍ نه يو٬ په پي ټي آئي كښې لوستې ځوانان شامل دي، مونږ به خپل اخلاقيات سره تړلے يو
بايد د هارس ټريډنګ او ضمير فروشۍ لوبه بنده شي، په سندھ هاٶس كښې چې كومه لوبه شوې د ھغې مداوا نه ده شوې۔ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج