اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سره پخواني وفاقي وزير اعجاز الحق د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔د حكومت په فليګ شپ پروګرام قامي صحت كارډ د اولسي په ډاډګېرنه هم بحث وشو۔اعجاز الحق اولس ته د معياري صحت په آسانيو وركولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ده وزيراعظم ته خواست وكړو چې اړوندو چارواكو ته د بهاولنګر صنعتي پرمختګ لپاره د موثره اقداماتو هدايت وكړي۔ دغس ېوزيراعظم اولس ته د آسانيو وركولو لپاره د ټولو ممكنه اقداماتو كولو باور وركړو۔په ملاقات كښې سردار عبدالسميع هم موجود ؤ
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال