اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان نوې امريكائي انتظاميې سره د شريك عزت او احترام په بنياد د اوږدې مودې، په پراخا بنيادونو او د ګڼ اړخيزه اړيكو ودې او شركت لپاره چمتو دے. د شورو په ورځ د كراچي كونسل فار فارن ريلېشنز تر سيوري لاندې د پاكستان او امريكې د اړيكو په موضوع وېبنار ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې 46م صدر سره د پاكستان په ترجيحات خبرو كښې ووئيل نوې منتخب شوے امريكائي صدر پاكستان لپاره نااشنا نه دے، جوبائيډن د پاكستان پخوانې دوست دے. پاكستان نوې امريكائي انتظاميې سره د شريك عزت او احترام په بنياد د اوږدې مودې، په پراخا بنيادونو او د ګڼ اړخيزه اړيكو ودې او شركت لپاره چمتو دے. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان او د امريكائي صدر جوبائيډن ترمېنځه وړاندې د پېغامونو تبادل?? شوې. جوبائيډن د شريكې خوښې په څانګو كښې پاكستان سره په ګډه د كا?? كولو خواهش څرګند كړے. ده ووئيل زمونږ تاريخي اړيكې بحال كېدې شي. ده ووئيل بايد امريكا په اف??انستان كښې امن لپاره د يو شراكتدار په حېث په پاكستان باور وكړي چرته چې نور اېك??ر د سپائلرز كردار ترسره كوي. خارجه وزير ووئيل پاكستان او امريكې ته په اف??انستان كښې جنګي معيشت د امن معيشت پلو بوتللو لپاره په ګډه كا?? كولو ته ضرورت دے. ده ووئيل د 83000 بې ګناه كسانو د قربانې او معيشت ته د 126 اربه ډالرو د زيان رسېدو په نتيجه كښې پاكستان ترهګرې ته ماتې وركړې. ده ووئيل پاكستان به په خپله خاوره د ترهګرو په ضد كا??روائې روانه ساتي. ده ووئيل نيويارك ټائمز د ترهګرې نه واخله تر سېلګرې زمونږ د سفر مثال وركړے. خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اقتصادي پرمختګ او انساني پرمختګ زمونږ وړومبني ترجيحات دي. پاكستان به كله هم د سيمه ايزو شخړو برخه نه جوړېږي، مونږ به يوازې د امن شراكتدار يوو. د كرتارپور لار او د هندي پائيلوټ لېږل د پاكستان د دغې عزم څرګندونه كوي.
پاكستان نوې امريكائي انتظاميې سره د شريك عزت او احترام په بنياد د اوږدې مودې، په پراخا بنيادونو او د ګڼ اړخيزه اړيكو ودې او شركت لپاره چمتو دے. د خارجه وزير شاه محمود قريشي د پاكستان او امريكې د اړيكو په موضوع وېبنار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo