اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب سره د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ ګلبر خان د ګل په ورځ د خزاني وزارت كښې ملاقات كړې دے۔ د خزاني وفاقی سیکرټری هم په دې مهال موجود وو۔د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ د وفاقی حکومت په پرله پسې حمایت او په خاص توګه سيمي لپاره په غنمو په سبسډی وركولو د خزاني وزير او وفاقی حکومت مننه وكړه۔ده په ځينې داسې رڼا واچوله چرته چې ګلګت بلتستان ته لا مرستې ته اړتيا ده ، وزیراعلیٰ د مسئلو حل كولو لپاره راروان بجټ كښې د نورې مرستې خواست وكړو۔د خزاني وزير ووئيل ګلګت بلتستان جی بی كښې د سېلګرۍ او په نورو څانګو كښې موقع شته ، سيمه جواهرات او معدنی وسائل لري،د ګلګت بلتستان حکومت خپل د ریونیو پیدا کولو او خپل حقیقی صلاحیتونو څخه استفادہ کولو لپاره استعمالولې شي۔ د غونډي ګډون كونكو په ګلګت بلتستان كښې په چیلنجونو قابو موندلو او د وګړو ګټو لپاره د موقعو څخه استفادہ کولو په لړ كښې په ګډه كار كولو له د عزم څرګندونه وكړه
د خزانې وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب سره د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ ګلبر خان ملاقات
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria