اسلام آباد ۔ 16 دس??بر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان (نن) د نهې په ورځ پېل كېدونكي كډوالو سره اړوند نړيوال فورم (جي آر اېف) كښې ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري ش??ي بيان له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو هائی کمشنر (یو اېن اېچ سی آر) او د سوئټزرلېنډ حکومت د جی آر اېف په ګډه كوربتوب كوي۔ وزیراعظم عمران خان ته د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان او د كوسټا ريكا ، ای??ھو??یا او المان لارښودو سره د كډوالو خېر ښېګړې او تحفظ له د مثالي كردار ترسره كولو له امله د فورم په ګډه د مشرۍ كولو بلنه وركړې شوې ده۔ د كډوالو په اړه په 21 مه نړۍ كښې په نړيوال فورم دا تر ټولو لويه غونډه ده كومه چې نن په 17 او سبا په 18 م دس??بر كولې شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټرېس به هم فورم ته خطاب كوي۔ وزیراعظم به د افغان كډوالو حوالې سره د پاكستان كردار او تجربې په اړه د هېواد نكته نظر په ډاګه كوي۔ وزیراعظم به جنېوا كښې د پاتې كېدو په مهال خپلو همڅنګو او د ملګرو ملتونو مشرتابه سره هم ملاقاتونه كوي او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر لخوا د غرمې مېلمستيا كښې به ګډون هم كوي
وزیراعظم عمران خان (نن) د كډوالو نړيوال فورم كښې ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا