اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو و??ار?? د حج پروازونو شېډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي۔ د مذهبي چارو و??ار?? وياند عمر بټ اے پي پي سره خپله خصوصي مركه كښې ووئيل چې حج پروازونه به د پاكستان لس ښارونو څخه روانېږي۔ په دې اړه موبائل اېپ “پاك حج اېپ” جاري كړے شوے دے۔ دې سره سره حج له تلونكو ته د اېس اېم اېس د لارې هم د هغوي د پروازونو اطلاع وركړې شوې ده۔ حج له تلونكو ته خواست دې چې هغوي خپل پرواز څخه 10 ورځ وړاندې اړوند حاجي كېمپ ته رجوع وكړي او خپل وې??سي نېشن وكړي۔ ده ووئيل په 9 مئی به اسلام آباد، کراچۍ او لاهور څخه درې ٬ درې او سيالكوټ او ملتان څخه يو يو پرواز روانېږي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې په ضلعي كچه د حج تربيې دويم پړاؤ پېل شوے دے كوم به چې تر آخري حج پرواز روان سات??ې شي۔ ده ووئيل اوور سیز پاکستانیان دې هم له خپلو روانېدو څخه 10 ورځې وړاندې پاكستان ته رارسېدو سره خپل پاسپورټ د حج و??ار?? كښې جمع كړي دغسې چې د هغوي وېزې او ټكټ ته هم حتمي شكل وركړے شي۔ د مذهبي چارو و??ار?? به د سوشل ميډيا ٬ حج اېپ او د اېس اېم اېس د لارې د عازمينو لارښودنه روانه ساتي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ټولو پاكستانيانو له به سمارټ فون ځان سره وړل لازمي وي دغسې چې هغوي په دې كښې د پاك حج اېپ په شمول سعودي عربستان كښې د حج مناسك ادا كولو له نور اېپس هم ډاؤن لوډ كړې شي۔
د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شيډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي٬ د مذهبي چارو وزارت وياند
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina