اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د آئس لينډ خارجه وزير ګډلاؤګرتهور تهورر دار سون د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ټېليفوني تماس نيولې۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه د آئس لينډ د بې دركه شوې كوه پيما جون سنوري پھ اړه خبرې اترې شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل چې د كوه پيما په بې دركه كېدو اندېښنه لرو۔ د بې دركه كوه پيما لټون لپاره ټول وسائل كارولې كېږي۔ شاه محمود قرېشي د آئس لينډ خارجه وزير ته د بې دركه كوه پيما لټون لپاره د روان رېسكيو اينډ سرچ آپرېشن تفصيلات وركړل۔ د آئيس لينډ خارجه وزير د جون سنوري پشمول د بې دركه كوه پيما لټون لپاره د پاكستان لخوا په روانو هڅو د اطمينان څرګندونه كولو سره د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis