اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) داخله وزير رانا ثنا الله وئيلي دي چې عمران نيازي د شهيدانو تقدس پامال كړے٬ د عمران خان بيانيه غېر ملكي اېجنډا ده، عمران نيازي په پاكستان ھغه تورونه لګوي كوم چې دښمن هېوادونو هم نه دي لګوي، د تېرو لسو ورځو راهسې په شهباز ګل د تشدد او ظلم پحقله خبرې كېږي٬ د پوليس په تحويل كښې په شهباز ګل د هر ډول تشدد بشپړه ترديد كوم، د نيولو نه تر زندان تګ شهباز ګل په يوه موقع د تشدد شكايت نه دے كړے، د پوليس د تحويل، عدالت ته د وړاندې كېدو او زندان ته د منتقل كېدو فوټېجز ميډيا سره محفوظ دي٬ چې پكښې شهباز ګل روغ رمټ او صحت مند په نظر راځي۔ د اتوار په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال رانا ثنا الله ووئيل د لس ورځو راهسې شور كېږي چې په شهباز ګل ډېر تشدد او ظلم شوے دے٬ په دې لړ كښې تحريك انصاف بې بنسټه پروپېګنډا پېل كړے ده۔ داخله وزير ووئيل په دې لړ كښې ځېنې حقائق د ميډيا په وساطت سره قام او ميډيا ته وړاندې كول غواړم۔ ده ووئيل تحريك انصاف د عمران خان په وېنا د لسبېله پېښې د شهيدانو په ضد د افسوس او غندنې وړ كمپائن چلولې، چې ورسره د شهيدانو تقدس پامال شوې۔ داخله وزير ووئيل د دې كمپائن په مهال د شهيدانو د كورنيو جذبات مجروح شوي٬ تر دې چې په پاكستان ھغه تورونه ولګولې شول كوم چې دښمن هېواد هم نه دې لګولي
عمران نيازي د شهيدانو تقدس پامال كړے٬ د عمران خان بيانيه غېر ملكي اېجنډا ده، عمران نيازي په پاكستان ھغه تورونه لګوي كوم چې دښمن هېوادونو هم نه دي لګوي۔ د وزير داخله رانا ثنا الله پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں